سیاست

د ملي روغې جوړې د عالي شورا رييس کابل ته راستون شو

کابل / د وږي ۲۴ مه / باختر
د ملي روغې جوړې د عالي شورا رييس ډاکټر عبدالله عبدالله په دوحه کې د افغانانو ترمنځ د خبرو د پرانيستلو په مراسمو کې له ګډون وروسته تېره شپه کابل ته راستون شو.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د ملي مصالحې د عالي شورا رييس د بين الافغاني خبرو د پرانيستلو په مراسمو کې ګډون او وينا وکړه.
د ملي روغې جوړې د عالي شورا رييس په خپله تاريخي وينا کې په هېواد کې د تاوتريخوالي د کمښت، بشردوستانه اوربند او د دايمي او با عزته سولې پر ټينګښت ټينګار وکړ.
ډاکټر عبدالله عبدالله  دوحې ته  په خپل سفر کې د قطر له امير، د امريکا د متحدو ايالاتو او د قطر د بهرنيو چارو له وزيرانو او د سيمې او نړۍ د هېوادونو له جګپوړو استازو سره د سولې د خبرو د پيل او د راتلونکو فرصتونو او چلنجونو په اړوند خبرې وکړې.
د ملي روغي جوړې د عالي شورا رييس دوحې ته د خپل سفر په پاى او د افغانستان د اسلامي جمهوريت د مرکچي پلاوي له غړو سره له کتنې وروسته، هيله څرګنده کړه چې روانې مهمې او تاريخي خبرې په هېواد کې د جګړې او ورور وژنې د پاى ته رسېدو او د دايمي او پتمنې سولې د ټينګښت سبب شي.
ډاکټر عبدالله عبدالله د افغانستان د اسلامي جمهوريت د مرکچي پلاوي غړيو ته په  خطاب کې وويل: تاسې د نظام او ټولنې د بېلابېلو قشرونو استازيتوب کوئ او د افغانستان خلک ستاسو ملاتړ کوي.
ختم- ج -اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته