د ملي روغې جوړې د عالي شورا د مشرتابه کمېټې څلورمه غونډه جوړه شوه
٣٦- کابل /دمرغومي ٢٠مه /باختر
د ملي روغې جوړې د عالي شورا د مشرتابه کمېټې څلورمه غونډه نن په سپيدار ماڼۍ کې جوړه شوه.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ په دې غونډه کې د رهبرى د کمېټې غړو د خبرو د لارښود او د افغانستان د اسلامي جمهوريت او د طالبانو تحريک د هيئتونو ترمنځ د سولې د خبرو د دويم پړاو په اړه خبرې وشوې.
د ملي روغې جوړې د عالي شورا د مشرتابه کمېټې غړوله هراړخيزوخبرو اترو وروسته د خبرو د لارښود په تاييدولو سره وويل چې د خبرو په پرمختګ سره د مشرتابه کمېټې غوندې دې د اړتيا له مخې به ژر ژر جوړې شي.
د ملي روغې جوړې د عالي شورا رييس ډاکترعبدالله عبدالله وويل چې نن د افغانستان د اسلامي جمهوريت او د طالبانو د مرکچي پلاوي ترمنځ د خبرو دويمه دوره په دوحه کې پيلېږ.ي.
د ملي روغې جوړې د عالي شورا رييس هيله څرګنده کړه چې خبرې د مهال ويش له مخې پرمخ يوړل شي .
ډاکترعبدالله د مرکچي هيئت د جامع اوهمه شمول ترکيب ته په اشارې سره وويل چې د افغانستان د اسلامي جمهوريت هيئت د خبرو د اجندا په اړوند خبرواتروکې بشپړواک اوصلاحيت لري .
ډاکتر عبدالله زياته کړه چې مرکچي هيئت د خبرو له بهير څخه د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشرتابه کمېټې ته خبر ورکوي .او دغه راز د اړتيا وړ مواردو په اړه د سلامشورواو تصميم نيولو د اړتيا په صورت کې به د شورا مشرتابه کمېټې ته مراجعه وکړي.
د ملي روغې جوړې د عالي شورا د مشرتابه کمېټې غړو د افغانستان د اسلامي جمهوريت په ليکه کې پر سياسي يو والي او پيوستون، د ملي برياليتوبونو، ملي واکمني او د هېواد د ځمکني بشپړتيا پرساتنې ټينګار وکړ او ويې ويل چې د دايمي پتمنې اوسراسري او افغانستان شموله سوله د هېواد د ټولو خلکو غوښتنه ده .
ختم_ ج_ا