سیاست

د ملي دفاع وزيـر : دملي اردو د ٢١ تنو سرتيرو دشهادت دتوطيي تر شاه د پرديو استخباراتو لاس دى .

کابل- باختر دکب دمياشتې ٥
د دولت يو جګپوړى مقام د ګاونډي  هيواد په استخباراتو تور ولګاوه چې دکونړ ولايت دغازى آباد په ولسواۍ کې دملي اردو دځواکونو په پوستو د بريدله امله چې پرون سهار ترسره  شو او د ملي اردو يوويشت تنه سرتيرى شهيدان شول لاس لري.
دباختر آژانس خبريال  دخبرله مخې : 
دملي دفاع وزير ستر جنرال بسم الله محمدى چې نن يې دملي اردو ددغوشهيدانو دجنازو دسپارلو په مراسمو کې چې د کونړولايت   په غازى آباد  ولسوالۍ  کې شهيدان شوي دي خبرې کولې وويل :  پرون سهار په څلور بجو مزدورو او جنايتکارو طالبانو  دخپلو بهرنيو  ملاتړ او د ټاکلي  هيواد  داستخباراتو او دپيژندل شويو کړيو  په  مرسته په   غازى آباد کې دملي اردو دځواکونو په پوستو سخت  بريد ته  سازمان   ورکړ .
ده وويل  :  دغه بريد له پولې څخه بهرپلان شوى و  او ډيرسخت بريدو.
ده زياته کړه په دې بريد کې دملي اردو ځواکونو د خپلې وينې  تر وروستۍ څاڅکي پورې  وجنګيدل او د هيواد يې دفاع  وکړه  چې  له امله  دملي اردو يو ويشتو تنو ځواکونو ، د طالبانو او دهغوى دجنايتکارو ملاتړو په  وړاندې  خپل خوږ  ژوند له لاسه  ورکړ  .
دملي دفاع وزير وويل  :   د ا نه  لومړى  بريد  دى او نه  هم وروستى  بريد، بلکې دافغانستان دخلکو دښمنانو په  دولسو کلونو کې  د ټاکلي  هيواد د استخباراتو
او پيژندل شويو کړيو  په   لارښوونه  په خونړو بريدونو لاس پورې کوي  چې د دوى   په مقابل کې امنيتي ځواکونو  سرښندنې کړي دي او اغيزمن رول يې  لوبولى دى.
دملي دفاع وزير وويل :   مزدور  او تير وتلي دښمنان  په خپلو ناوړ بريدونو سره  نه شي کولاى  زموږ  دامنيتي ځواکونو روحيه کمزورې کړي  او په دغو بريدونو سره زموږ د غچ اخستني روحيه نور هم  پياوړى کيږي.
دجمهوري رياست نوماند ډاکترعبدالله  چې په دغو مراسمو کې حاضرو  وويل ،  ملي اردو د افغانستان په  دفاع ژمنه  ده چې نن  يوويشت تنه شهيدان يې د خداى لارې  ته  وړاندې کړل  چې دافغانستان خلک د دغو سرښندنو درناوى کوى   او دهغوى دميړانې  او سرښندنې له امله قدرداني کوي  او بايد دهغو کسانو په وړاندې چې زموږ په  ملى نواميسو  بريدونه کوي ، په  ترور لاس پورې کوي او زموږ  د هيواد آرامي ګډوډوي  د افغانستان خلک او دولت بايد لاسونه سره   ورکړي  او په  يو موټي توب سره تيارى ولري .
د کونړ د غازى آباد دپيښې دشهيدانو دجنازو  دسپارلو مراسم  نن دهغو ځانګړو پوځي مراسمو په ترڅ کې چې په هغو کې   دملي دفاع او کورنيو چارو وزيرانو ، دملي شورا د دواړو مجلسونو يو شمير غړي ، جګپوړى دولتي مفاماتو او زموږ يو زيات شمير هيوادوالو ګډون کړى وودسردارمحمد داودخان په روغتون کې پرځاى شول .
دملي اردو  يوويشت تنه اتل منسوبين  پرون دکونړ په غازي آباد کې هغه  وخت شهيدان شول چې په لسګونو تنو ډار اچونکو دملي اردو دپوځونو په  دوو پوستو بريد  وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته