کابل- باختر دکب دمياشتې ٥
د دولت يو جګپوړى مقام د ګاونډي هيواد په استخباراتو تور ولګاوه چې دکونړ ولايت دغازى آباد په ولسواۍ کې دملي اردو دځواکونو په پوستو د بريدله امله چې پرون سهار ترسره شو او د ملي اردو يوويشت تنه سرتيرى شهيدان شول لاس لري.
دباختر آژانس خبريال دخبرله مخې :
دملي دفاع وزير ستر جنرال بسم الله محمدى چې نن يې دملي اردو ددغوشهيدانو دجنازو دسپارلو په مراسمو کې چې د کونړولايت په غازى آباد ولسوالۍ کې شهيدان شوي دي خبرې کولې وويل : پرون سهار په څلور بجو مزدورو او جنايتکارو طالبانو دخپلو بهرنيو ملاتړ او د ټاکلي هيواد داستخباراتو او دپيژندل شويو کړيو په مرسته په غازى آباد کې دملي اردو دځواکونو په پوستو سخت بريد ته سازمان ورکړ .
ده وويل : دغه بريد له پولې څخه بهرپلان شوى و او ډيرسخت بريدو.
ده زياته کړه په دې بريد کې دملي اردو ځواکونو د خپلې وينې تر وروستۍ څاڅکي پورې وجنګيدل او د هيواد يې دفاع وکړه چې له امله دملي اردو يو ويشتو تنو ځواکونو ، د طالبانو او دهغوى دجنايتکارو ملاتړو په وړاندې خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ .
دملي دفاع وزير وويل : د ا نه لومړى بريد دى او نه هم وروستى بريد، بلکې دافغانستان دخلکو دښمنانو په دولسو کلونو کې د ټاکلي هيواد د استخباراتو
او پيژندل شويو کړيو په لارښوونه په خونړو بريدونو لاس پورې کوي چې د دوى په مقابل کې امنيتي ځواکونو سرښندنې کړي دي او اغيزمن رول يې لوبولى دى.
دملي دفاع وزير وويل : مزدور او تير وتلي دښمنان په خپلو ناوړ بريدونو سره نه شي کولاى زموږ دامنيتي ځواکونو روحيه کمزورې کړي او په دغو بريدونو سره زموږ د غچ اخستني روحيه نور هم پياوړى کيږي.
دجمهوري رياست نوماند ډاکترعبدالله چې په دغو مراسمو کې حاضرو وويل ، ملي اردو د افغانستان په دفاع ژمنه ده چې نن يوويشت تنه شهيدان يې د خداى لارې ته وړاندې کړل چې دافغانستان خلک د دغو سرښندنو درناوى کوى او دهغوى دميړانې او سرښندنې له امله قدرداني کوي او بايد دهغو کسانو په وړاندې چې زموږ په ملى نواميسو بريدونه کوي ، په ترور لاس پورې کوي او زموږ د هيواد آرامي ګډوډوي د افغانستان خلک او دولت بايد لاسونه سره ورکړي او په يو موټي توب سره تيارى ولري .
د کونړ د غازى آباد دپيښې دشهيدانو دجنازو دسپارلو مراسم نن دهغو ځانګړو پوځي مراسمو په ترڅ کې چې په هغو کې دملي دفاع او کورنيو چارو وزيرانو ، دملي شورا د دواړو مجلسونو يو شمير غړي ، جګپوړى دولتي مفاماتو او زموږ يو زيات شمير هيوادوالو ګډون کړى وودسردارمحمد داودخان په روغتون کې پرځاى شول .
دملي اردو يوويشت تنه اتل منسوبين پرون دکونړ په غازي آباد کې هغه وخت شهيدان شول چې په لسګونو تنو ډار اچونکو دملي اردو دپوځونو په دوو پوستو بريد وکړ.
1 2 دقیقې لوستل