امنیت

د ملي دفاع وزارت: ٢٣ تنه مسافر وژغورل شو

کابل باختر د چنګاښ دويمه :
د ملي دفاع وزارت وايي: په هلمند ولايت کې زموږ د تښتول شويو هېوادوالو د ژغورنې په مقصد عمليات پيل شول او تر اوسه پورې ٢٣ تنه تښتول شوي مسافر آزاد او د نورو د خلاصون لپاره هلې ځلې دوام لري .
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر نن باخترآژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي:
  وسله وال طالبانو پرون سهار ٤٦ تنه ملکي وګړي چې په يو ٤٠٤ بس موټرکې  روان وو، د هلمند ولايت د ګرشک ولسوالۍ دمهاجر بازار په ساحه کې وتښتول چې  څو شيبې وروسته ١٨ تنه يې بېرته خوشې کړل .
  د٢١٥ ميوند قول اردو د دريمې لوا د شپږم کنډک ځواکونو دنورو تښتول شويو مسافرو د ژغورنې په خاطر د دغې ولسوالۍ د سپين مسجد په ساحه کې چاڼيز عمليات پيل کړل چې د ملي اردو د ځواکونو د نه ستړې کيدونکو هلوځلو په نتيجه کې پرون ماښام ٢٣ تنه تښتول شوي مسافر دطالبانو له منګولو څخه آزاد او د هلمند ولايت امنيه قوماندانۍ ته وسپارل شول .
  د نورو مسافرو د خوشې کولو لپاره عمليات دوام لري او امنيتي ځواکونه هلې ځلې کوي چې  ډير ژر نور مسافر هم  آزاد او کورنيو ته يې وسپاري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته