د ملي دفاع وزارت ويندوى: طالبان د خيبر په عملياتوکې خپلو هدفونونوته و نه رسيدل
کابل – باختر د لړم دمياشتې ٢
د ملي دفاع وزارت مقامات وايي: طالبانو د خيبر په عملياتوکې مشخص هدفونه تعقيب کړل چې د شمال د ولايتونو نا امن کول يې يوه برخه وه.
د باختر آژانس د خبر له مخې: د ملي دفاع وزارت ويندوى ظاهر عظيمي له رسنيو سره په وروستيوڅرګندونوکې ويلي دي چې موږ په ځينو سيموکې د وسله والو مخالفينو د عملياتو د مخنيوي په خاطر سخت امنيتي تدبيرونه نيولي دي او د ځينو نورو ساحو لپاره به نوي پروګرامونه طرحه کړو.
دغه څرګندونې په داسې حال کې کيږي چې په روان ميلادي کال کې وسله والو مخالفينو د شمال د ولايتونو د نا امن کولو په مقصد زيات تمرکز کړى دى.
د ملي دفاع وزارت ويندوى ويلي دي چې طالبانو په بېلابېلو ولايتونوکې دخيبرپه نامه په خپلو عملياتو کې په خاصو سيمو بريدونه کړي دي چې دغه سيمې نا آرامه کړې او د خپلو تروريستي فعاليتونو لپاره زمينه برابره کړه.
ده د دغو سيمو د نومونو په يادونې سره ويلي دي چې وسله والو مخالفينو په هلمندکې د سنګين ، په فارياب کې د قيصار، په بادغيس کې د بالامرغاب ، په غزني کې د اجرستان او په کندزکې د دشت ارچي ولسوالۍ په پام کې نيولې وې.
په دغوعملياتوکې دغه راز د کونړ ، لوګر او د ننګرهار ولايتونه هم شامل و چې د دښمن له خوا نا امن شي.
عظيمي دغه راز ويلي دي چې د ملي دفاع وزارت د هيواد په شمال کې د نا امنيو د پراختيا د مخنيوي لپاره هم لازم تيارى ترلاس لاندې نيولى دى .
په وروستيو وختوکې د هيواد په شمال او شمال ختيځ ولايتونه د وسله والو طالبانو او د نورو تروريستي ډلو د تحرکاتو ډګر دى چې د کندز ولايت يو ډير نا امن ولايت بلل کيږي.
وسله وال طالبان د تروريستي عملياتو په ترسره کولو سره د کندز ولايت د دشت ارچي ، امام صاحب ، خان آباد او دچار درې په ولسواليوکې د ستونزو او د نا امنيو د پيداکولو سبب شول. هغه امنيتي ستونزې چې د هيواد د امنيتي ځواکونو له مقاومت سره مخامخې شوې.
د ملي دفاع وزارت ويندوى د خبرو په دوام ويلي دي چې د افغانستان د خلکو دښمنانو د خيبر د عملياتو په شتون کې هلې ځلې وکړې چې د امنيت د ګډوډولو او د سياسي پرمختياوو او پروګرامونو د مخنيوي لپاره له خپلو وروستيو امکاناتو څخه کار واخلي؛ خو د هغوى په وړاندې د امنيتي بنسټونو مقاومت ، وسله وال مخالفين او د هغوى استخباراتي ملاتړي کمزوري وښودل.
د يادونې وړ ده چې وسله والوطالبانو د روان هجري لمريز کال په پيل کې د خيبر په نامه د عملياتي پروګرام طرحه اعلام کړه چې ګنې په تحقق سره به يې وکولاى شي د افغانستان په جګړه خپلو هدفونوته ورسيږي.
په افغانستان کې سياسي کارپوهانو د طالبانو له خوا د خيبر د عملياتو طرحه يوه عملياتي طرحه وبلله چې د پاکستان د استخباراتي سازمان له خوا طالبانو ته وسپارل شوه چې عملي شي .
سره له دې چې د دغې طرحې په شتون کې افغانستان د نا امنيو د پراختيا ډګر و او طالبانو، د پنجابيانو او د پاکستاني مليشو په مستقيمې همکارۍ سره د افغانستان په څو ولسواليو يو لړ ډله ييز بريدونه تجربه کړل؛ خو په کلي توګه ماتې د طالبانو او د پنجابيانو په برخه وه او د طالبانو د سر د زيان شمېر له افغان مدافعانو څخه څو برابره لوړ بلل شوى دى.