د ملي دفاع وزارت وياند: د ملي اردو ځواکونو په دوولسو چاڼيزو عملياتوکې طالبانو ته د سر درانده زيانونه واړول

کابل باختر دتلې دمياشتې  ٢٧ :
دملي دفاع وزارت وياند وايي چې وسله والو طالبانو ته د هغو دوولسو جلاجلا عملياتو په بهيرکې چې د افغان امنيتي ځواکونوله خوا د هېواد په څو ولايتونوکې ترسره شول ؛ د سر درانده زيانونه اوښتي دي .
جنرال محمدظاهر عظيمي د باخترآژانس خبريال ته وويل:  همدا اوس دملي اردو په رهبرۍ د افغان امنيتي ځواکونوله خوا د هلمند ولايت د نوزاد، سنګين  او ګرشک، دلغمان ولايت داليشنګ ، دپکتياولايت د څمکنيو ، احمدخيلو او آريوب ځاځي ، دغزني ولايت د اندړو  او  واغز  او د قندهار ولايت دميانشين ، شاولي کوټ او ميوند، دارزگان ولايت ددهراود ، دزابل ولايت  دشينکي ، دجوزجان ولايت دقوش تيپې او درزآب او د دايکنډي ولايت د ګيزاب د ولسواليو او د کندز ولايت  د ګورتيپې  په ساحه کې  دولس جلا جلا عمليات پيل شوي دي او دوام لري.
په دغو عملياتوکې چې د ملي اردو له خوا رهبري کيږي؛ وسله والوطالبانو ته د سر درانده زيانونه اوښتي دي او دغه سيمې د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته