خبرونهامنیتTOP

د ملي دفاع وزارت له لوري ۲ ترمیم شویو چورلکو د یاد وزارت د سرپرست په شتون کې بریالی الوتنه وکړه

کابل، د زمري ۲۱مه، باختر
د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد د ترمیم شویو چورلکو د الوتنې په مراسمو کې ګډون وکړ.
د یاد وزارت اړوند د هوایي ځواک له لوري یو بال Y12 الوتکه د لومړي ځل لپاره له فتحې وروسته په هوایي ځواک کې د تخنیکي او مسلکي انجینرانو له لوري ترمیم شوه، چې د پیلوټانو د نشتون له امله ولاړه وه او تېره ورځ یې د ملي دفاع وزارت د سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد په شتون کې په بریالیتوب سره د مسلکي پیلوټانو پر مټ الوتنه تر سره کړه.
په ورته وخت کې یو MD530 هلیکوپټر چې د تخنیکي او مسلکي انجینرانو له لوري یې څو میاشتې د ترمیم چارې روانې وې، هم په بریالیتوب سره الوتنه ترسره کړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته