د ملي دفاع وزارت سرپرست کابل کې د قطر له شارژدافير سره کتلي دي

کابل، د سلواغې ۵مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد د سفارت له شارژدافیر مُردِف القاشوطي سره کتلي دي.
ښاغلي مجاهد په دغه کتنه کې د قوي او تل پاتې اړیکو سربېره د افغانستان له خلکو سره د قطر هېواد د اوږد مهاله مرستو او همکاریو ستاینه کړې ده.
هغه قطر د افغانستان لپاره یو دوست او همکار هېواد بللی او له دې هېواد سره د دوامداره اړیکو پر پیاوړتیا يې ټینګار کړی دی.
دواړو لورو همدارنګه د اقتصا، سوداګرۍ او‏ د دواړو مسلمانو ملګرو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر لا پیاوړتیا او نورو اړوندو موضوعاتو خبرې اترې کړې دي.
د يادونې وړ ده، چې د ملي دفاع وزارت سرپرست وړمه ورځ د افغانستان لپاره د سعودي عربستان له سفير سره هم کتنه درلوده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته