د ملي دفاع وزارت سرپرست له هندي پلاوي سره د کابل او نوې ډهلي ترمنځ د اړيکو د پراختيا په اړه خبرې وکړې

کابل، د لړم ۱۶مه، باختر
د افغانستان د ملي دفاع وزارت ويلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي محمد يعقوب مجاهد نن په خپل کاري دفتر کې د هندوستان هېواد له يوه پلاوي سره د کابل او نوې ډهلي ترمنځ د اړيکو د پياوړتيا په تړاو خبرې کړې دي.
ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د ياد پلاوي مشري د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت د PAI چارو مرستیال جي پي سینګ کوله.
سرچينې زياته کړې، چې په دغه کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره، په ځانګړي ډول د بشردوستانه همکاریو او نورو اړینو مسایلو په اړه د ګډې همکارۍ ټینګار وکړ او د افغانستان او هندوستان ترمنځ د لا زیاتو تعاملاتو د پیاوړتیا لپاره خپله علاقه څرګنده کړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته