کابل، د وږي ۲۰مه، باختر
ملي دفاع وزارت د دغه وزارت د ځانګړو ځواکونو په ورکشاپ کې د سلګونه پوځي وسایطو د ترمیم او ګتې اخیستنې ته یې د چمتو کېدو خبر ورکړی دی.
یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ملي دفاع وزارت اړوند د ځانګړو ځواکونو فرقې په ګارنیزیون کې ۱۱۴۵ بېلابېل ډول پوځي وسایط، چې د تېرو څو کلونو را په دېخوا د یادې فرقې په اړوند جزوتامونو کې ویجاړ پراته وو، د تخنیکي ټیم له لوري ترمیم او ګټې اخيستنې ته چمتو شول.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې په دغو وسایطو کې زیات شمېر ضربتي ټانګونه، زغره وال هاموې ټانګونه، رېنجرې، څلور ټایره موټر سایکلونه، واړه اوغټ امبولانسونه او انټرنېشنل موټر شامل دي.