د ملي دفاع وزارت د وياند مرستيال: د بهرنيو تروريستانوپه ګډون٢٠٠تنه طالبان په موسى قلعه کې وژل شوي دي

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٨
د ملي دفاع وزارت د وياند مرستيال وايي چې د هلمند ولايت د موسى قلعه ولسوالۍ له يوې وسله والې نښتې وروسته چې د څه ناڅه ٢٠٠ تنو طالبانو دوژل کيدو سبب شوه؛ بېرته د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغله.
دملي دفاع وزارت د وياند مرستيال جنرال دولت وزيري د باختر آژانس خبريال ته وويل: د موسى قلعه ولسوالۍ د بېرته نيولو لپاره عمليات چې تېره چهارشنبه د دولتي ځواکونو له کنترول څخه وتلې وه.
د تيرې شپې د لسوبجو په شاوخوا کې پيل شول او له دريو ساعتونوجګړې وروسته طالبان د سر دروند زيان په زغملو سره وتښتيدل.
دولت وزيري په موسى قلعه کې د وژل شويو طالبانو شمېر ٢٠٠ وښودل چې مړي يې د جګړې په ډګرکې پاتې دي.
ده ټينګار وکړ چې دمنځنۍ آسيا، چيچن او د پاکستان دهيوادونو يو شمېر اتباع د طالبانو ترڅنګ دامنيتي ځواکونو پرخلاف په موسى قلعه کې جنګيږي.
ده په موسى قلعه ولسوالۍ کې د وروستى تاوتريخوالي طرحه د هيواد دښمنانو له خوا له افغانستان څخه په بهر کې طرحه شوې ده او په همدې مقصد يو زيات شمېر څو مليتي تروريستان د طالبانو په ملاتړ استول شوي وو.
دولت وزيري وويل چې امنيتي ځواکونو د موسى قلعه په پاکولو سره اوس د ثبات د اعاده کولو او د حکومتي ادارو د فعالولو پروګرامونه ترلاس لاندې نيولي دي.
د ملي دفاع وزارت د وياند مرستيال څرګنده کړه: د ملي اردو ځواکونو د هر هغه حرکت په وړاندې چې په هيواد کې سوله او ثبات ګډوډ کړي؛ غبرګون ښيي چې په موسى قلعه کې د تروريستانو ځپل او شړل د دغې ژمنې يوه بېلګه ده.
دولت وزيري دغه راز وويل: اوس د ملي اردو ځواکونه د هيواد په پنځلسو ولايتونوکې عمليات ترلاس لاندې لري چې تروريستانو ته د سر دروند زيان اوښتى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته