د ملي دفاع وزارت د سنګين ولسوالۍ د نيولو په باب د طالبانو ادعا رد کړه

–  کابل- باختر- د وري د مياشتې ٤مه :
د ملي دفاع وزارت د طالبانو هغه ادعا چې ګنې د هلمند ولايت د سنګين ولسوالۍ يې نيولې ده؛ ناسمه وبلله.
د ملي دفاع وزرات وياند تورنجنرال دولت وزيري باختر آژانس ته وويل:
په دې وروستيوکې طالبانو ادعا وکړه چې د هلمند ولايت د سنګين ولسوالۍ يې له افغان امنيتي ځواکونوڅخه نيولې ده چې د هغوى دغه ادعا په بشپړه توګه ناسمه ده، د هلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ کې د ميوند د ٢١٥ قول اردو دويمه لوا ځاى پرځايه ده. د عامه شتمنيو او ملکي خلکوته د زيان رسولو د مخنيوي لپاره پريکړه وشوه، هغو جزوتامونو چې د هلمند ولايت د سنګين ولسوالۍ د بازار په دننه کې ځاى پرځاى و؛ د دغې ولسوالۍ د هغوى په اصلي او اساسي کمپ شکر شيله کې دې ځاى پرځاى شي چې دغه کار د قوتونو د پلان او د تعبيې بهير له مخې ترسره شوى دى.
دولت وزيري وويل: د ډار اچوونکو د ځپلو په مقصد د هلمند ولايت د نادعلي، واشير، ګرمسير او د سنګين ولسوالۍ په مربوطاتوکې چاڼيزعمليات دوام لري او د هېواد وسله والو قواوو ښه برياليتوبونه ترلاسه کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته