خبرونهTOPټولنهروغتیا

د ملي دفاع وزارت د ستر درستیز د روغتیایي چارو قوماندانۍ د بغلان له ټپیانو سره د درملو مرسته وکړه

کابل، د غوايي ۲۳مه، باختر

د هېواد ملي دفاع وزارت ستردرستیز روغتیایي چارو قوماندانۍ له لوري په بغلان ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله د ټپیانو د درملنې په موخه د درملو مرسته وکړه.

دغه وزارت ویلي، چې د ستر درستیز روغتیایي چارو قوماندانۍ رهبرۍ د لارښوونې په اساس د یادې قوماندانۍ له مرکزي ډیپو څخه د بغلان ولایت ټپیانو ته د اولیه کمک په موخه ۱۵ قلمه اړین توکو او درملو مرسته وکړه.

یاد وزارت همدارنګه د ٢١٧ عمري قول اردو د ساحوي روغتون روغتيايي ټيمونه د سېلابونو راوتلو له وخته تر اوسه پورې په بغلان کې له زيانمنو هیوادوالو او ټپيانو سره اوږه په اوږه ولاړ دي او له هېڅ راز مرستو څخه يې ډډه نه ده کړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته