کابل باختر دزمري دمياشتې ١١ نيټه :
د ملي دفاع وزارت وايي چې څه دپاسه ۲۰۰ تنه تسليم شوي داعشيان د جوزجان ولايت شبرغان ښار ته ليږدول شوي دي .
د باختر آژانس د خبرله مخې:
د ملي دفاع وزارت نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې د هېواد دملي دفاعي او امنيتي ځواکونو د فعاليتونو له تنظيمولو وروسته څه د پاسه ٢٠٠ تنه داعشيان د جوزجان په درزآب ولسوالۍ کې ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو ته تسليم شول.
هغه تبليغات چې د ځينو ډلو له خوا چې ويل شوي و دغه داعشيان د هليکوپټرونو په واسطه نامعلوم ځاى ته ليږدول شوي، واقعيت نلري او د مولوي حبيب الله او د هغه د مرستيال مفتي نعمت الله په مشرۍ ټول تسليم شوي داعشيان له وسلو او مهماتو سره يې د جوزجان ولايت له درزاب ولسوالۍ څخه د جوزجان مرکز ته ليږدول شوي دي.
پاى ذکرالله
0 1 دقیقه لوستل