د ملي دفاع وزارت تخنيکي ټيمونو له لوري ۲۰ عرادې بېلابېل وسايط ترميم شول

کابل، د سلواغې لومړۍ نېټه، باختر
د ملي دفاع وزارت د ۲۱۵ عزم قول اردو د اړوند تخنیکي ټیم له لوري د ۲۰ عرادې بېلابېلو وسايطو د ترمیم خبر ورکړی دی.
ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د ۲۱۵ عزم قول اردو د تخنيک او اسلحې مديريت په حمایه لوژستيکي کنډک کې د مسلکي او تخنیکي پرسونل په دوامداره هڅو ګڼ شمېر بېلابېل ډول وسایط ترمیم شول.
سرچينې زياته کړې، چې په ترميم شويو وسايطو کې ۱۲ هاموې امبولانسونه، ۴ رينجر امبولانسونه، ۳ انټرنيشنل داره کرينګ او يو عراده ټيلر شامل دي.
د يادونې وړ ده، چې د ياد وزارت د تخنیکي ټيمونو له لوري تر دې دمه زرګونه وسايط او وسلې ترميم او ګټې اخيستنې ته چمتو شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته