د ملي دفاع وزارت ۲۴ ټانګونه بیا ورغول شول
کابل، د لېندۍ ۱۴مه، باختر
ملي دفاع وزارت وايي چې د ۳۱۳ مرکزي قول اردو اړوند دارالامان لومړۍ پلې لواء تخنیکي او مسلکي انجینرانو له لوري ۲۴ امرپ ډوله امریکايي ټانګونه چې د تېرو جګړو پرمهال له منځه تللي وو بیا رغولي دي.
دغه وزارت ویلي چې زیات شمېر نور وسايط هم د یادې لواء په ورکشاپونو کې تر کار لاندې دي چې د اړتیا په صورت کې به له يادو رغول شویو وسایطو څخه کار واخلي.
هېره دې نه وي چې له دې وړاندې هم زرګونه پوځي وسایط تر بیارغول شوي وو.