د ملي تدارکاتو کمېسیون ۴۳ تدارکاتي موضوعات وارزول
کابل / د غبرګولي١۶مه / باختر
د جمهوررییس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډې چې پرون مازیګر په ارګ کې جوړه شوه، د زېربنا، روغتیا او خوراکي توکو پروژو په ګډون پر ۴۳ تدارکاتي موضوعاتو بحث وکړ.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ په پیل کې د ملي تدارکاتو ادارې عمومي رییس په ملي تدارکاتو اداره کې د وروستیو یو شمېر پرمختګونو په اړه معلومات غونډې سره شریک کړل.
همدا راز کمېسیون د کونړ ـ نورستان سړک د پاتې برخو د جوړولو او د پکتیا د جانيخېلو ولسوالۍ اړوند د سړک جوړولو پروژې، د قندهار د میرویس نیکه ۶۰۰ بستریز روغتون لپاره د روغتیایي وسایلو تدارک، د مرکز د روغتونونو لپاره د درملو تدارک او د اکسیجن د تولید د ماشین تدارک، له شینډنډ څخه تر فراه پورې د ۲۲۰ کیلو واټ انتقالي لین پروژه، له هاشمي پل څخه تر شینډنډ پورې د ۲۲۰ کیلو واټ انتقالي لین ساختماني پروژه او د هرات نور الجهاد د ۱۲۵ مېګاواټ په ظرفیت د سب سټېشن جوړولو پروژه تر بحث وروسته منظور کړې#.
پای/ ج