د ملي تدارکاتو کمېسیون په جوړېدو سره ۲۹۰ بېلابېلې پروژې منظورې شوې دي
کابل، د لړم ۱۵مه، باختر
د ملي تدارکاتو کمېسیون له جوړېدو څخه تر اوسه پورې، د شاوخوا ۸۰ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۹۰ بېلابېلې پروژې منظورې شوې دي.
باختر آژانس ته د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ دغه پروژې د زېربنا، د کلیو د پراختیا، ټرانسپورټ، روغتیا، برېښنا، د اوبو مدیریت، کرنې او مخابراتو په سکټورنو او نورو برخو کې منظورې شوې چې ارزښت یې شاوخوا ۸۰ میلیارده افغانیو ته رسېږي.
ویل شوي چې یادې پروژې د افغانستان اسلامي امارت له بودجې څخه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې پلې کېږي.