کابل/ باختر/ د سلواغې دمیاشتې ۱۵مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمداشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه پرون ماښام په ارګ کې جوړه شوه.
په دې غونډه کې ۵۰ تدارکاتي مورده وارزول شول چې په پایله کې کمېسیون د ۱۱.۸ میلیاردو افغانیو په ارزښت ۴۸ مورده منظور کړل.
د جمهور رییس د ویاند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
کمېسیون په ۷ برخو کې د ملي اردو قطعاتو او جزتامونو او ساحوي قول اردوګانو ۲ قلمه د اړتیا وړ لبنیاتو د قرارداد غوښتنه بېرته ور وګرځوله. ملي دفاع وزارت او ملي تدارکاتو ادارې ته دنده وسپارل شوه چې له تولیدي شرکتونو څخه د دغو اقلامو اخیستل وارزوي او مناسبه حل لاره وړاندې کړي.
د تدارکاتو پر پروژې د بحث پر مهال په هرات او نیمرزو ولایتونو کې د (BPHS) اساسي روغتیایي خدمتونه او دEPHS روغتون اساسي خدمتونه په پرنسیب کې منظور شول او د ملي تدارکاتو ادارې ته لارښوونه وشوه چې د یادو ولایتونو تدارکاتي شکایتونه او پروسې وارزوي.
سربېره پر دې له دقت او غور وروسته د یو شمېر پروژو د تعدیل د منظورۍ غوښتنه د ملي تدارکاتو کمېسیون تائید کړه او همداراز د ملي تدارکاتو کمېسیون د مخکېنیو پرېکړو د تحقق راپور هم وارزول شو.
دغه راز کمېسیون د کرنې او اوبولګولو وزارت اړوند د مدني ساختماني شرکت د بیا کتنې د غوښتنې په اړه د ملي تدارکاتو کمېسیون د هدایت اخیستو په خاطر د اداري ارزونې کمېټې د هدایت غوښتنه هم منظور کړه.
په غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د کندهار زون د سایټونو فعال ساتلو لپاره د ۱۲۹۴۰۰ لېتر تېلو د برابرولو په اړه د هدایت غوښتنه وکړه چې د کمېسیون د غړو د پرېکړې پر بنسټ، له بهرنیو منابعو څخه د هغه تر تدارک پورې باید په دې برخه کې اړتیا وې په خپله د پېر له لارې پوره کړي.
د ادارو د اړتیا وړ تدارکاتي زرهي وسایطو برابرولو په اړه د ملي تدارکاتو ادارې یادداشت هم کمېسیون منظور کړ.
کابل ښاروالۍ د نړیوال بانک د تدارکاتو پروسې او د افغانستان د تدارکاتو قانون مطابق د تدارکاتي پروسې د نهایي کولوپه اړه د جمهوررئیس شفاهي لارښوونې ته په پام چاکریاپي ساختماني شرکت ته د۳.۹۶ کیلومترقیر سړک ( ۱۲ لاټه) او ویالو جوړولو، د سپین کلي څلور لارې له مسیره د کمپنۍ تر سرک پورې ۱.۱۵ کیلومتر د قرغې نښلونکی سړک، له پنځمې حوزې څخه د سپین کلي تر څلور لارې پورې ۱.۳۲ کیلومتر اوږد سړک، د قرغې سړک څخه تر پنځمې حوزې پورې ۰.۹۲ کیلومتر اوږد سړک او له پنځمې حوزې څخه تر کمپنۍ پورې۰.۵۲ کیلومتر اوږد سړک په اړه د دې ادارې نوې غوښتنه غونډې ته وړاندې کړه او منظور شوه.
د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو د منسوبینو د شکایتونو د ارزولو په اړه د نه همکاری د لارښوونې غوښتنه د ملي تدارکاتو کمېسیون ته وړاندې کړه.
جمهوررئیس غني ټینګار وکړ، ټول بنسټونه دې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق قانون پر بنسټ د افغانستان د روڼتیاڅار بنسټ سره همکاري وکړي.
د کورنیو چارو وزارت د ملي تدارکاتو کمېسیون ته د هغو پروژو په اړه د هدایت غوښتنه مطرح کړه چې د ساتنې او مراقبت موده یې د ۱۳۹۷ کال د لېندۍ په ۳۰ پای ته رسېدلې، کمېسیون دغه غوښتنه تر راتلونکو ۳ میاشتو پورې منظور کړه.
په دې غونډه کې د ملي دفاع وزارت د ۶ قلمه تازه مېوو لومړۍ پروژې په برخه کې د انعام الله برات زوی شرکت د شکایت په اړه د ارزونې پلاوي راپور کمېسیون ته وړاندې کړ چې کمېسیون د لا زیاتو تخنیکي ارزونو لپاره بېرته وروګرځاوه.
سربېره پر دې ملي دفاع وزارت د درې قلمه مفروشاتي (د ډبرو سکرو، ګازي دفتري او ګازۍ چترۍ لرونکو بخاریو) او د ملي اردو د تسهیلاتو، تجهیزاتو، اجناسو، د تاسیساتو د ضمني خدماتو او پیشنهادي ترمیماتو په چوکاټي شکل په اوو لاټونو کې د تهیې او تدارک قرارداد د فسخې د منظورۍ دوه غوښتنې غونډې ته وړاندې کړې چې کمېسیون منظور کړې او د ملي تدارکاتو ادارې ته یې دنده وسپارله چې د داوطلب ادعا زیاته وارزوي. #
پای – ذ