د ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۱۰ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۴ بېلابېلې پروژې منظورې کړې

کابل، د مرغومې ۱۹مه، باختر
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ نن د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه کې د شاوخوا ۱۰ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۴ بېلابېلې پروژې منظورې شوې.
د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ملي تدارکاتو کمېسیون یادې غونډې ته ۲۷ پروژې د بحث لپاره وړاندې شوې چې له جملې یې د ۲۴پروژو قراردادونه منظور او د ۳پروژو د قراردادونو د ارزونې په موخه ملي تدارکاتو ریاست او اړوندو وزارتونو ته دنده وسپارل شوه، څو دغه قراردادونه په هراړخیز ډول وڅېړي او راپور یې د ملي تدارکاتو کمېسیون له مشرتابه سره شریک کړي.
خبرپاڼه کې زیاته شوې چې منظور شوې پروژې د ملي دفاع، کورنیو چارو، ټولګټو، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، عامې روغتیا، اوبو او انرژۍ وزارتونو، د افغانستان برېښنا شرکت او کابل ښاروالۍ اړوند دي، چې ټولیز ارزښت یې شاوخوا ۱۰ میلیارده افغانیو ته رسېږي.
په یادو منظور شویو پروژو کې د پارنده پنجشیر د مایکرو هایدل برېښنا بند جوړولو، زابل ولایت کې د توري بند د پاتې چارو بشپړولو، په کابل ښار کې د ځینو مهم سړکونو اساسي جوړونې، په مختلفو ولایتونو کې هېوادوالو ته د برېښنا رسولو، پر ښارونو سربېره په لرې پرتو سیمو کې هېوادوالو ته د باکیفیته او چټکو انټرنيټي خدمتونو وړاندې کول او یوشمېر نورې پروژې شاملې دي، چې په پلې کېدو سره به یې زرګونو هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته