خبرونهاقتصادTOP

د ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا څلور میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۴پروژې منظورې کړې

کابل، غبرګولي ۱۶مه، باختر
د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون، نن د شاوخوا څلور میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۴پروژې منظورې کړې.
باختر آژانس ته د ریاست‌الوزرا د اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډې ته چې په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه؛ له اجنډا سره سم ۲۴ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې، چې له جملې یې د ۱۴ پروژو قراردادونه منظور، د شپږو تعدیل او د یوې پروژې قرارداد لغوه شو.
همدا رنګه، ملي تدارکاتو ریاست ته دنده سپارل شوې چې د یوې پروژې قرارداد بیاځلې آزادې داوطلبۍ ته وړاندې کړي او د دوو پروژو قراردادونه بیا په هراړخیز ډول و ارزوي او خپل راپور د ملي تدارکاتو کمېسیون له مشرتابه سره شریک کړي.
په منظور شویو او تعدیل شویو پروژو کې د کابل – کندهار لویې لارې د اساسي بیارغونې د پاتې چارو بشپړول، په بېلابېلو ولایتونو کې د افغانستان برېښنا شرکت اړوند د برېښنايي وسایلو چمتو کول، د کابل ښار د ځینو مهمو سړکونو اساسي جوړول او یو شمېر نورې پروژې شاملې دي چې د افغانستان اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته