د ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا اته میلیارده افغانیو په ارزښت بېلابېلې پروژې منظورې کړې
کابل، د کب ۸مه، باختر
د ریاستالوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند په مشرۍ، ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا اته میلیاردو افغانیو په ارزښت د ۲۵ پروژو قراردادونه منظور کړل.
باختر آژانس ته د ریاستالوزرا د اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتې غونډې ته چې نن په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه؛ له اجنډا سره سم ۳۱ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې چې له جملې څخه یې د ۲۵ پروژو قراردادونه منظور شوي، د پنځو پروژو قراردادونه لغوه او د یوې پروژې قرارداد بیاځلې آزادې داوطلبۍ ته وړاندې شوی دی.
په منظور شویو پروژو کې د غزني ولایت د ۱۰۰ بستریز روغتون د پاتې ساختماني چارو بشپړول، د بخش آباد بند د انحرافي تونلونو د پاتې چارې پشپړېدل، د کابل ښار د ځینو داخلي سړکونو بیارغونه، د کمال خان بند د درېیمې برخې پاتې چارو بشپړول او ځینې نورې پروژې شاملې دي چې په پلې کېدو سره به یې سلګونو هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر شي.