اقتصاد

د ملي تدارکاتو کمیسیون د ۴.۳ میلیاردو افغانیو په ارزښت د بنسټیزو او خدماتي پروژو ۱۰ قراردادونه منظور کړل

کابل_باختر د تلې د مياشتې٢٤مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه تېر ماښام په ارګ کې ترسره شوه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د ملي تدارکاتو کمېسیون په دې ناسته کې د شاوخوا ۴.۳ میلیاردو افغانیو په ارزښت د سړک، روغتیا او برېښنا ۱۰  لویې پروژې له بشپړې ارزونې وروسته منظورې شوې؛ چې جزئیات یې په دې ډول دي. 
–    د درېو کیلو مترو په اوږدوالي له خاتم النبیین جومات څخه تر پل سوخته پورې د کابل سیند د پاکولو د پروژې قرارداد؛
–    د افغانستان برښنا شرکت اړوند جوزجان ولایت له مرکز څخه د بغلان ولایت د پلخمري تر الوان دښتې پورې د ۵۰۰ kw انتقالي مزي د پروژې قرارداد؛
–    د کلیو د بيا جوړولو او پراختیا وزارت اړوند د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ په ختيځ کې د اتو مترو په اوږدوالي وسپنې کانکرېټي پله په ګډون د ۱۷ کیلو متره اوږد سړک پخول او جوړول؛
–   په خوست ولایت کې د اوبو رسونې شبکې د جوړولو د پروژې قرارداد په مشروط ډول منظور شو؛
–    د پکتیا ولایت د مرکز ګردېز او پکتیکا ولایت په خیرکوټ ولسوالۍ کې د ولایتي روغتونونو د فعالولو د پروژو قرارداد؛
–     د جمهوري ریاست دساتنې لوی ریاست لپاره د ۱۲ موټرو د تدارک تړون؛
–    د لوړو زده کړو وزارت اړوند مرکز او تحصیلي ادارو لپاره د ۹ عراده بېلابېلو موټرو د اخیستلو قرارداد؛
–    د ملي دفاع وزارت اړوند د قول اردوګانو د اړتیا وړ د ۱۳۹۶ مالي کال د ۹ قلمه د حمام د لوازمو د تدارک قرارداد؛
–      د کورنیو چارو وزارت اړوند د ۱۶ قلمه البسوي انفرادي تجهیزاتو د برابر ولو او تدارک قرارداد؛
–    او شپږو ولایتونو ته له حیرتان بندر څخه د ۱۰۰ زره مټرک ټنه غنمو د لېږد د پروژې د مالیاتي لګښتونو د زیاتوالي د قرارداد تعدیل.
د یادونې وړ ده چې د ننګرهار ولایت له دور بابا ولسوالۍ څخه تر غني خېلو ولسوالۍ پورې د سړک د بیار غاونې، د آسان خدمت ادارې  ودانۍ جوړولو او د مالیې وزارت اړوند د مالوماتي ټکنالوژي د اړتیا وړ توکو د تدارک پروژه رد شوه. په عین حال کې د ملي تدارکاتو کمېسیون د مخکېنیو پرېکړو د تحقق د راپورونو په اړه هم اړینې پرېکړې وکړې.
د ملي تدارکاتو کمېسیون په دې غونډه کې دکمېسیون پرغړیو سربېره، دملي تدارکاتو ادارې چارواکو، د سيګار،  سیستیکاغوڅ ملاتړ، د مشرانو جرګې د مالي او بودجې کمېسیون، د ولسې جرګې د ملي اقتصاد کمېسیون څارونکواو  د افغانستان د روڼتیا څار ادارې چارواکو هم برخه اخستې وه.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته