امنیت

د ملي امنیت یو کارکوونکی په نیمروزکې شهید کړای شو

– کابل/ د لړم ٣٠ مه/ باختر
ناپېژاندو وسله والو کسانو نن د ملي امنیت یو کارکوونکی په نیمروزکې شهید کړ.
د نیمروز د ملي امنیت ریاست د مطبوعاتي دفترمسوول میوند مجاهد باختر آژانس ته وویل: ناپېژاندو وسله والوکسانو په دغه ولایت کې د ملي امنیت یو کارکوونکی په ډزو سره شهید کړ.
مجاهد وویل چې د پېښې د عاملينو د پېژندنې او نیولو لپاره د پولیسو څېړنې پیل شوې دي.
ختم/ع 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته