سیاست

د ملي امنیت سلاکار په یوه ورځنی رسمي سفر تاجکستان هیواد ته روان شو

کابل_باختر د زمري د مياشتې ٢٠ مه
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر نن سهار په یوه ورځنی رسمي سفر د تاجکستان پلازمینې دوشنبې ته روان شو.
دملي امنيت د شورا دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د ښاغلي اتمر سفر د تاجکستان جمهوري دولت ته د دغه هیواد د ملي امنیت شورا د سکرتر ښاغلي عبدالرحمن قهاروف په رسمي بلنه ترسره کیږي. دغه سفر چې یوه ورځ به دوام وکړي د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر به  په سر کې د تاجکستان له جمهوررييس امام علی رحمان سره مشترکه ناسته ولري په دې ناسته کې به ښاغلی اتمر د افغانستان د جمهوررييس ځانګړی پیغام ښاغلی رحمان ته ورسوي، د ملي امنیت سلاکار به همدارنګه د هغه هیواد ملي امنیت کمیټې له رییس سره دوه اړخیزه ناسته هم ترسره کړي. د تاجکستان جمهوري دولت ته به د ښاغلی اتمر د سفر پرمهال پر دوه اړخیزو امنیتي همکاریو، د تروریزم پر وړاندې مبارزه او د سازمان موندلو جرمونو اړوندو موضوعاتو باندې د هغه هیواد له مقاماتو سره خبرې او مذاکرات وکړي. د ملي امنیت سلاکار به د تاجکستان له مقاماتو سره د دواړو هیوادونو د ګډې پولې په اوږدو او سرحدي سیمو کې د امنیتي همغږئ په رامنځته کولو هم بحث وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته