-کابل باختر دمرغومي درې ويشتمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار، ښاغلي محمد حنیف اتمر، د جمهوررييس محمد اشرف غني په لارښوونه، د یوه لوړ پوړي نظامي پلاوي په مشرۍ، د کندهار ولایت د والي په مېلمستون کې د سه شنبه پر ماښام د رامنځته شوې تروریستي پېښې، د څېړلو په موخه، له هغه ولایت څخه کتنه وکړه.
دملي امنيت سلاکار مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د ملي امنیت سلاکار، لومړی د کندهار په دوه سوه پنځم اتل قول اردو کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو په روغتون کې، د وړمې ورځې تروریستي پېښې له امله د کندهار والي ډاکټر همایون عزیزي او په کابل کې د متحدو عربي اماراتو سفیر محمد عبدالله ال کعبي او نورو ټپیانو پوښتنه وکړه او هغوی ته د ژر رغېدنې له لپاره، د هېواد د جمهور رییس محمد اشرف غني پېرزوینې او ښې هیلې وروسولې.
وروسته یې، د دوه سوه پنځم اتل قول اردو د هوایي لوا په قوماندانۍ کې، د جنوب لویدیځ زون او کندهار ولایت له امنیتي مقاماتو سره، د وړمې ورځې د تروریستي پېښې پر څرنګوالي او جزییاتو مفصلې خبرې وکړې او د هغوی راپورونه او معلومات یې واورېدل.
د ملي امنیت سلاکار د وړمې ورځې تروریستي پېښه، د افغانستان د خلکو او دولت د دښمنانو د هغو مسلسلو هڅو برخه وبلله، چې هدف یې له دوستو اسلامي هېوادونو سره د افغانستان د دولت د اړیکو خړپړول دي. د ده په وینا، د کابل، کندهار او هلمند د پېښو ترمنځ، چې پر یوه ورځ رامنځته شوې دي، جدي تړاو او تسلسل لېدل کېږي.
د ملي امنیت سلاکار زیاته کړه، چې طالبانو په ټولې بې رحمۍ د کابل او هلمند د پېښو مسوولیت پر غاړه واخېست، خو د دې لپاره، چې زموږ د مسلمانو متحدو هېوادو تر پام بد نه شي، د کندهار پېښې له مسوولیت منلو یې ډډه وکړه.
د ملي امنیت سلاکار وویل، چې د کندهار د وړمې ورځې د چاودنې څرنګوالی د دې ضرورت رامنځته کوي، چې د اړوندو امنیتي ادارو تخنیکي پلاوی کندهار ته راشي او د برید د عملي او تخنیکی څرنګوالي مفصل راپور ترتیب کړي.
د ملي امنیت سلاکار د کندهار ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې دولت به په ټول مسوولیت د دې پېښې تر ارزونې وروسته، د مسوولو چارواکو د ناغېړۍ په اړه قانوني اقدام وکړي.
د ملي امنیت سلاکار، د خپل یو ورځني سفر په پای کې، په همدې چاودنه کې په ولسي جرګه کې د جوزجان ولایت وکیل، شهید باز محمد جوزجاني او په مشرانو جرګه کې د فاریاب ولایت سناتور سراج الدین صفري جنازې هم کابل ته انتقال کړې او د هغوی وارثانو ته وسپارل شوې.
د ملي امنیت سلاکار، به ډېر ژر د خپلو لومړنیو ارزونو او موندنو راپور د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررييس ته وړاندې کړي.
د یادولو وړ ده، چې د کندهار والي او د متحدو عربي اماراتو سفیر روغتیایي وضعیت په بشپړه توګه د ډاډ وړ دی.
0 2 دقیقې لوستل