سیاست

د ملي امنیت سلاکار په کابل کې د روسیې له سفیر سره کتل

کابل/ باختر/ د زمري دمیاشتې ۲۱مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د خپل کار په دفتر کې د روسیې فدراتیف جمهوریت له سفیر ښاغلي الکساندر مانتیسکي سره وکتل.
د ملي امنیت شورا دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او روسیې ترمنځ د دوه اړخیزو امنیتي همکاریو پر څرنګوالي او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې.
دوی همدارنګه د سولې او پخلاینې په بهیر کې پرمختګونه تر بحث لاندې ونیول او په دې برخه کې د همکاریو پر څرنګوالي نظرونه تبادله کړل.
د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د افغانانو له خوا د سولې د ټینګښت په موخه د اروبند د احتمالي اعلان په اړه بحث وکړ او زیاته یې کړه چې په سوله او ډز بندۍ کې ژوند د هر افغان هیله ده او حکومت مسوولیت لري چې د ټولو افغانانو د هیلو او غوښتنو د پرځای کولو په موخه اقداماتو وکړي.
د روسیې سفیر ښاغلي الکساندر مانتیسکي د سولې او پخلاینې په لاره کې د افغان حکومت له هڅو ملاتړ وکړ او دوه اړخیزو امنیتي او اقتصادی همکاريو د پراختیا په برخه کې یې د خپل هېواد له هر اړخیزو هڅو څخه افغان لوري ته ډاډ ورکړ.
پای – ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته