سیاست

د ملي امنیت سلاکار په کابل کې د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو له سفیرانو سره وکتل

کابل/ د ليندۍ ٤مه/باختر
د هېواد د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په کابل کې د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو له سفیرانو سره وکتل.
د ملي امنيت شورا دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې پر امنیتي مسایلو سربېره، د سولې او ټاکنو په اړه هم بحث وشو.
د ملي امنیت سلاکار وویل چې حکومت د سولې په اړه خبرو اترو ته چمتو دی او تل د بین الافغاني توافق پر بنسټ د ستونزو حل غواړي.
هغه همدا راز له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو وروستي پرمختګونه او لاسته راوړنې وستایلې او ټينګار يې وکړ چې د افغانستان دښمنان له پوځي اړخه سخت ځپل شوي او د جګړې په ډګر کې له امنیتي ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان نه لري.
د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو سفیرانو، له افغانستان سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
پاى- ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته