کابل باختردتلې د مياشتې ٢٦ :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر نن، په کابل کې د چین ولسي جمهوریت لوی سفیر ښاغلي یوجینګ سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
دملي امنيت دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي او اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې.
د ملي امنیت سلاکار، له افغان امنیتي ځواکونو سره د چین ولسي جمهوریت له لوري، د تجهیزاتو د مرستې د قدردانۍ ترڅنګ په ګڼ هېوادیزه سیمه ییزو پروژو کې د چین ولسي جمهوریت د دوامدارې همکارۍ ستاینه وکړه.
د چین ولسي جمهوریت سفیر ، یو جینګ په هېواد کې د لویو مسایلو په اړه د ملي اجماع د رامنځته کولو په موخه، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررييس محمد اشرف غني وروستۍ هلې ځلې وستایلې او د خپل هېواد له لوري یې، له افغانستان سره په اقتصادي او امنیتي برخو کې د همکاریو د دوام اطمینان ورکړ. د چین د ولسي جمهوریت سفیر د سولې د تامین لپاره د افغانستان د اسلامي جمهوریت د پالیسۍ ملاتړ وکړ او په دې برخه کې یې د خپل هېواد له خوا د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
په کتنه کې پر یو شمېر نورو د علاقې وړ مسایلو هم خبرې وشوې.
0 1 دقیقه لوستل