د ملي امنیت سلاکار په ننګرهار کې له بېلابېلو قشرونو سره وکتل
کابل/د غويي۲۴مه/ باختر
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب نن د اختر په دویمه په ننګرهار کې د خپلو لیدنو په دوام د صرافانو له اتحادیې، د مختلفو قومونو له مشرانو، د جلالاباد ښار د ۹ ناحیو له وکیلانو، د خوږیاڼيو ولسوالۍ د ځوانانو له شورا، د کوټ ولسوالۍ له مخورو او دیني عالمانو سره وکتل.
د ملي امنیت سلاکار په دغو جلسو کې له خلکو سره د امنیتي، روغتيايي، پراختیايي او تعلیمي برخو پر ستونزو او حللارو بحث وکړ او نظرونه مبادله شول.