د ملي امنیت سلاکار ننګرهار ته د سفر په لړ کې نن ګوشتې ولسوالۍ ته لاړ

کابل/ د غويي ۲۵مه/ باختر
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار نن سهار په ننګرهار کې د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه ګوشتې ولسوالي ته لاړ او د ننګرهار د والي ضیاءالحق امرخېل، د ولسي جرګې د استازیو فریدون خان مومند او عبدالروف شپون، د ولایتي شورا غړیو، قومي مخورو، دیني عالمانو او ځوانانو په حضور کې يې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه.

د ملي امنیت سلاکار د ګوشتې د ټولو اوسېدونکو د قربانیو قدرداني وکړه چې د امنیت او سولې د تامین لپاره یې له امنیتي او دفاعي سرتېریو سره له نږدې همکارۍ کړې دي او وویل، د دښمن هدف د طالبانو قدرت ته رسول نه، بلکې د خپلې جغرافیې پراخول دي، ځکه خو د خلکو په بیدارولو کې د دیني عالمانو او ځوانانو نقش د ډیورنډ د فرضي کرښې دواړو غاړو ته مهم دی. ډاکټر محب له طالبانو وغوښتل چې افغان‌وژنه بس کړي او ځانونه له ذلته خلاص او د خپل هېواد د خلکو په منځ کې با عزته او ارام ژوند پیل کړي. دغه راز فریدون مومند د خلکو په استازیتوب وسله‌والو مخالفانو ته په خطاب کې وویل: نور په هېواد کې د جنګ او تاوتریخوالي د دوام لپاره هیڅ پلمه پاتې نه ده، باید خپلې وسلې د قانون په رڼا کې پر ځمکه کېږدئ او عادي ژوند ته را ستانه شئ. هغه زیاته کړه: موږ د خپلو امنیتي او دفاعي سرتېریو تر څنګ ولاړ یو، نور چا ته اجازه نه ورکوو چې زموږ د خلکو ارام ژوند ولوټي او نا امنه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته