سیاست

د ملي امنیت سلاکار: د کندز پیښه په هر اړخیز ډول څیړل کیږي

کابل_باختر د لړم د مياشتې ١٤ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د ولسمشر په لارښوونه په کندز ولایت کې دتیرې ورځې د خونړي ناورین په اړه د کندوز ولایت له والي سره خبرې وکړې.
د ملي امنيت د شورا دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د ملي امنیت سلاکار د ټیلفون له لارې د کندز ولایت والي اسدالله عمرخیل ته وویل چې د تیرې ورځې د پیښې د قربانیانو له کورنیو سره هر ډول لازمه مرسته وکړي، د شهیدانو د جنازې او تدفین مراسم په قدر او عزت سره ترسره او د کورنیو غړو ته یې ډاډ ورکړي چې حکومت د پیښې جدي او هر اړخیزه څیړنه کوي.
محمد حنیف اتمر د کندز ولایت له والي سره په خبرو کې د پیښې د څرنګوالي په اړه مالومات ترلاسه کړل او د خپلې ژورې خواشنۍ مراتب یې د شهیدانو کورنیو او دکندز شریفو خلکو ته وړاندې کړل.
د ملي امنیت سلاکار وویل چې د تیرې ورځې پیښه به په هر اړخیز ډوله څیړل کیږي، ترڅو د پیښې اصلي علت مالوم شي.
د ملي امنیت سلاکار وویل چې ترهګر په خورا بې رحمۍ سره د ملکي وګړو له کورنو او استوګنې له ځایونوڅخه د سنګرونو په توګه کار اخلي چې دا له ټولو نړیوالو جنګي قوانینو څخه څرګند سرغړاوی او یو نه بخښل کیدونکی جنګي جنایت دی.
ده زیاته کړه چې  افغان وسله وال پوځ به د خپلو هیوادوالو د یوې څاڅکې وینې غچ له ترهګرو او د پردیو له مزدوران څخه واخلي.
د ملي امنیت سلاکار د کندز له والي سره په خبرو کې وویل چې ولسمشر به د شهیدانو د کورنیو له هر غړي سره ډیر ژر له نږدې وګوري او د شهیدانو روح ته د دعا او فاتحې مراسم به یې پر ځای کړي. #
پاى_ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته