ټولنه

د ملي امنیت سلاکار د هلمند د نورزیو د قومي شورا له غړوسره وکتل

 کابل/ د وږي ۲۴مه/ باختر
 د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب نن د هلمند ولایت د نورزیو د قومي شورا له غړو سره وکتل او د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل. د یادي شورا غړیو وویل، چې په هغه ولایت کې امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ دی او مهمه ده، چې دولت ورته عاجله رسیدګي وکړي. دوی زیاته کړه، چې یاد قوم او په ټوله کې د هلمند ولایت خلک د دولت د برنامو ملاتړې دي او امادګي لري، چې د امنیت د بهبود ترڅنګ د محلي حکومتدارۍ په تقویه کې هم له دولت سره خپلې همکارۍ زیاتې کړي. د ملي امنیت سلاکار ډاکټر محب د هلمند د ستونزو په حل کې د نورزو د قومي شورا د غړو هلې ځلې وستایلې او یادونه یې وکړه، چې د دوی د ستونزو پر حل او د وړاندیزونو پر تطبیق به یې په محلي او ملي کچه غور وشي. نوموړي زیاته کړه، چې د امنیت په تامین او د سیمه ییزې حکومتولۍ په بهبود کې د ولس دنده اساسي ارزښت لري او له دې شورا یې وغوښتل، چې د ولس د همکارۍ په زیاتېدو کې خپلې موثرې هڅې جاري وساتي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته