د ملي امنیت سلاکار د ننګرهار ولایت له مشرانو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې

کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ٧ :

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ولسمشر په لارښوونه، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د ننګرهار ولایت له سیاسي او نظامي مشرانو او قومي مخورو سره د ویډیویي کنفرانس له لارې د کوټ ولسوالۍ د وضیعت په اړه خبرې وکړې.
دملي امنيت د سلاکار دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ.
په دې ویډیو کنفرانس کې، په ولسي جرګه کې دننګرهار د خلکو استازو ، انجنیر سید اکرام، عصمت شینواري، د کابل ولایت استازې اغلې شینکۍ کړوخېل او د ځوانانو په چارو کې د ولسمشر سلاکارې اغلې ملالۍ شینوارې هم حضور درلود.
د ننګرهار ولایت د والي، ۲۰۱ سیلاب قول اردو، امنیه قوماندان، ملي امنیت رییس او قومي مخورو د خبرو تر اوریدو وروسته د ملي امنیت سلاکار، د ننګرهار ولایت سیاسي او نظامي مشرانو ته لارښوونه وکړه، چې په ټول قوت د داعش تروریستي ډلې د ځالو او فعالیتونو د ځپلو او له منځه وړلو لپاره له خپلو ټولو امکاناتو ګټه واخلي.
د ملي امنیت سلاکار د کوټ ولسوالۍ قومي مشرانو ته په هغه ولسوالۍ کې د داعش تروریستي ډلې له خوا د یو شمېر هېوادوالو د شهیدولو له امله د تسلیت مراتب وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې د دوی قربانۍ به د هېواد د ملي خپلواکۍ د ساتلو په تاریخ کې تلپاتې شي.
د ملي امنیت سلاکار په ننګرهار ولایت کې مېشتو نظامي ځواکونو ته د هېواد د ولسمشر دا لارښوونه څو ځلې تکرار کړه چې :(( کوټ د داعش په اديرې بدل کړئ او د خپلو شهیدو هېوادوالو تاریخي غچ واخلئ((!
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته