کابل_باختر د چنګاښ د مياشتې ٩ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار د ترکیې د استانبول په اتاترک هوایي ډګر کې د تېرې شپې تروریستي بریدونه په کلکه غندي او د دوست هېواد ترکیې حکومت او ولس ته د خواخوږۍ مراتب وړاندې کوي.
د ملي امنيت د سلاکار دفترباختر آژانس ته خبر ورکړ:
افغانان تر بل هر چا ډېر د تروریزم له کرغېړن آفت څخه ځورېدلي او ځورېږي نو ځکه خو د نړۍ په هر ځای کې د تروریستي عملونو د قربانیانو درد درک کولای شي او همدردي ورسره لري.
د افغانستان حکومت او خلک په دې باور دي چې تروریزم د ټول بشریت له پاره ستر ګواښ دی، د نړۍ په هر ګوټ کې له تروریزم څخه د سیاسي موخو په خاطر استفاده کول مردود بولي او له دې کرغېړنې پدیدې سره مبارزه د ټولو هېوادونو ګډ مسوولیت ګڼي.#
0 1 دقیقه لوستل