سیاست

د ملي امنیت سلاکار د امنیتي او حکومتدارۍ د وضعیت د ارزونې په موخه ننګرهار ته ورسېد

کابل/ د چنګاښ ۳۰مه/ باختر

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب چې د ملي امنیت لوی رییس، د کورنیو چارو وزیر، د سیمه ییزو ارګانونو مرستیال او د دفاع وزارت لوی درستیز یې ملتیا کوي، نن د امنیتي او حکومتدارۍ د وضعیت د ارزونې په موخه ننګرهار ولایت ته ورسېد.
د ملي امنيت شورا دفتر معلوماتو له مخې؛
د ملي امنیت سلاکار به په دې سفر کې د ننګرهار  له محلي چارواکو ولایتي شورا غړو، قومي مشرانو، علماوو، ښځو، مدني ټولنو او ځوانانو له استازو او په دغه ولایت کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو له سرتېرو سره وګوري او د هغوی ستونزې او وړاندیزونه به له نږدې واورې.
د يو بل خبر له مخې د ملي امنيت سلاکار ننګرهار ته د تګ پر مهال په سروبي کې له خلکو او همدارنګه مېشتو پوځيانو سره وکتل او د هغوی احوال يې وپوښت.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته