_قندهار باخترد زمري دی میاشتې ۱۶ مه
په قندهار ولايت کې د ملي امنيت ځواکونو د وسله والو طالبانو پنځه تنه غړي نیولي دي.
د قندهار د ملي امنيت رایاست باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغو وسله والو طالبانو پر نظامي قرارګاوو،امنيتي پوستو او اکمالاتي کاروانونو باندې ډله ېيز بريدونه کول.
سرچينه زياتوي چې دغو کسان په خپلو کړنو اعتراف هم کړی دی.
پای/رووفي