امنیت

د ملي امنيت منسوبينو له چاوديدونکوتوکو بار يو موټرضبط کړ

کابلباختردميزان٨
د هلمند ولايت د ملي امنيت منسوبينو پرون په دغه ولايت کې له چاوديدونکو توکو باريوتونس موټرضبط کړ.
ډاراچوونکو له دغه موټرڅخه په استفادې سره غوښتل په لښکرګاه ښارکې ډاراچوونکي بريدونه ترسره کړي.
دهلمند د والي ويندوى محمد عمرځواک باخترآژانس ته وويل: له دغه موټرڅخه چې د هلمند_ قندهار په لويه لاره کې د لښکرګاه ښارته څېرمه دملي امنيت دځواکونو لاس ته ورغلى دى؛ له چاوديدونکو توکو ډک پنځه ځانمرګي واسکټونه، پنځه کلاشينکوفونه اونولس لاسي بمو نه هم ترلاسه شوي دي.
ځواک وويل: تر اوسه پورې ددغې پيښې په اړوند څوک نه دى نيول شوى اودهغه دعاملينو دپيژندلواونيولو لپاره هڅې دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته