د ملي امنيت شورا سلاکار د چين له سفير سره وکتل

کابل /د غبرګولې ١٣مه /باختر
د جمهور رييس د ملي امنيت شورا سلاکار ډاکتر حمد الله محب په کابل کې د چين له سفير وانګ يو سره وکتل.
د ملي امنيت شورا د خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې دواړو لورو له تروريزم سره د مبارزې او د کويد ١٩ د ستونزو د مخنيوي د اړتيا په اړه خبرې وکړې.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې افغانستان او چين د سولې، امنيت او د ملګروملتوسازمان د بنديزونو په برخه کې په دوه اړخيز ډول او د څواړخيزو بنسټونو له لارې همکاري کوي.
ختم-ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته