کابل / باختر د تلې د مياشتې ١٥ :
د ملي امنيت سلاکار وايي چې کندز ډير ژر د تروريستانو له شتون څخه پاکيږي.
د باختر آژانس د خبر له مخې :
دغه ټکى د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر د اروپا اتحاديې له سفير فرانز ميشل ميلبين سره په کتنه کې څرګندکړ.
په دې کتنه کې د افغانستان د امنيتي حالاتو په باب د خبروپه ترڅ کې د افغانستان د وسله والو ځواکونو د ظرفيت، ځواکمنتيا او همغږۍ د لوړولو په باب هم خبرې وشوې.
اتمر وويل: زموږ د خلکو دښمنان هلې ځلې کوي چې د ملکي کسانو په سپرکولو سره جګړه اوږده کړي. په داسې حال کې چې امنيتي ځواکونو ته د جګړې له ډګر څخه د ملکي کسانو ژغورل او د هېوادوالو د ځان ساتنه په لومړيتوب کې دي.
ده ټينګار وکړ چې کندز به ډير ژر د تروريستانوله شتون څخه پاک شي .