د ملي امنيت سلاکار محمدحنيف اتمر د امريکا د سفير له مرستيالې سره وکتل

کابل باختر دوري دمياشتې ١٥ نيټه  :
د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر په افغانستان کې د امريکا د سفارت 
له مرستيالې ميرمن  اني فورسايمر  سره  د دوه اړخيزو همکاريو او د پارلماني  او د ولسواليو د شوراګانو د انتخاباتو د ترسره کولو په باب خبرې وکړې .
د ملي امنيت د مشاوريت  مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ.
د ملي امنيت سلاکار د امريکا  د سفارت   له مرستيالې سره  په کتنه کې وويل ؛  چې د امريکا متحده ايالات د افغانستان د ملت او دولت مهم   تړونوال دي  او زموږ  ګډې ګټې   په ژورو او پراخو  ستراتيژيکي مناسباتو بدلې شوي دي .
محمدحنيف اتمر د خپلو خبرو په دوام ټينګار وکړ چې سوله د افغانستان د ملت او دولت حياتي اړتيا ده  او امريکا تل په سيمه کې د سولي اوثبات د فضا په برابرولو کې همکاره ده او د سولې په خاطر زموږ د ملت اړتيا يې درک کړې ده .
په مقابل کې  د امريکا د سفارت مرستيالې  ميرمن فورسايمر دکابل  او تاشکند  د دويمې پروسې د کنفرانسونو د جوړيدو له امله يې د ملي امنيت  سلاکار ته مبارکي وويله   او له طالبانو سره د حکومت د سولې د وړانديز ملاتړ يې وکړ او زياته يې کړه  چې د سولې لپاره هيله شتون لري په دې شرط   چې   طالبان د افغانستان اساسي قانون او د څو تېرو کلونو لاسته راوړنې ومني او له تاوتريخوالي څخه لاس واخلي .
په پاى کې ميرمن فورسايمر يو ځل بيا له افغانستان سره د مرستې په خاطر د خپل هېواد د دايمي  ژمنې ډاډ ورکړ او ويې ويل  ؛  چې د امريکا متحده ايالات د افغانستان د امنيتي او د فاعي ځواکونو د تمويلولو ، سمبالولو او روزنې په برخه کې  ژمن دي. پاى ف ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته