سیاست

د ملي امنيت سلاکار له خپل پاکستاني سيال سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لاسليک شويو موافقه ليکونو د تطبيق په باره کې خبرې وکړې .

کابل باختر د ثور اوومه :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر د جګپوړو مقاماتو د نهمې امنيتي غونډې تر څنګ دپاکستان د ملي امنيت له سلاکار جنرال ناصر جنګوعه سره وکتل .
د ملي امنيت د سلاکار دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
  په دې کتنه کې دواړو لورو د هغو اووه ګونو پرنسيپونو په باره کې چې کابل ته د پاکستان د صدراعظم  د سفر په وخت کې په هغو موافقه شوې ده هر اړخېزې  خبرې وشوې .
  د هېواد د ملي امنيت  سلاکار محمد حنيف  اتمر ټينګار وکړ چې د موافقه ليکونو او پرنسيپونو د عملي کېدو لپاره دې يو علمي پلان جوړشي څو ټول اصول په ټاکلي وخت کې عملي اړخ ځان ته غوره کړي .
د ملي امنيت سلاکار دغه راز وويل چې، د حکومتونو ترمنځ اعتماد  هغه وخت رامنځته  کېداى شي چې، د خبرو اترو تر څنګ عملي اقدامات وشي   د پاکستان د ملي امنيت سلاکار  ښاغلي ناصر جنګوعه  د افغانستان  د ملي امنيت د سلاکار د وړانديزونوهرکلي وکړ اوپه  دې برخه کې يې ده ته دعملي ګامونو د اخېستلو ډاډ ورکړ .
هغه پرنسيپونه  چې کابل ته د پاکستان د صدراعظم د سفر په وخت کې د دواړو لورو تمرنځ پرې موافقه  شوې ده په لاندې ډول دي .
   ١_ پاکستان دې دافغانستان په رهبري او مالکيت دسولې د بهير ملاتړ وکړي .
٢ _   دواړه هېوادونه دې دجګړه مارانو او دهغو عناصرو په وړاندې  چې له دغو دواړو هېوادونو څخه هر يوه ته امنيتي ګواښونه متوجه کوي اغېزمن اقدامات ترلاس لاندې ونېسي .
٣_  دواړو هېوادونه ژمنه کوي چې  هېڅ يو هېواد ، شبکه ، ډله يا فرد له دغو دواړو هېوادونو څخه ديوبل په وړاندې د دولتي  ضد فعاليتونو لپاره له خپلو قلمرونو څخه داستفادې اجازه ورنه کړي .
٤_  د موافقه شويو اقداماتو دعملي کېدو په مقصد دې ، دواړه هېوادونه د ارتباطي  افسرانو له لارې د څېړنې ، همغږۍ  او تايېد لپاره  ، يو ميکانيزم جوړ کړي .
٥_  دواړه  هېوادونه ژمنه کوي چې د يوبل دفضايي  او ځمکني حريم له نقض  څخه ډډه وکړي .
٦_  دواړه هېوادونه دې ديوبل  دملامت کولو له چلند څخه ډډه  وکړي اوپرځاى دې د متقابلو اندېښنو او اختلافونو د څېړنې لپاره د سولې او همغږۍ په مقصد د افغانستان _ پاکستان  دعمل دپلان په چوکاټ کې د همکارۍ له ميکانېزمونو  څخه استفاده وکړي .
٧_  د سولې او پيوستون او د دغو ملاتړيزو اصولو لپاره د افغانستان _ پاکستان دعمل د پلان د تطبيق په مقصد ، دواړه هېوادونه دې د سولې او پيوستون  لپاره ،  د افغانستان _ پاکستان د عمل دپلان له مخې کاري ډلې او لازم ميکانېزمونه جوړ کړي . ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته