د ملي امنيت سلاکار دناتو له ملکي سفير سره وکتل .

کابل باختر د وږي  دريمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر نن په افغانستان  کې دناتو له ملکي سفير اسمعيل ارامز سره وکتل .
دملي امنيت دسلاکار دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ  په دې کتنه کې دافغانستان دامنيتي او دفاعي ځواکونو د ظرفيتونو او دسولې او ټيکاو  دتامينولو لپاره دافغانستان ددولت دهڅو او هاند په باب خبرې وشوې . 
دناتو ملکي سفير وويل چې دافغانستان دامنيتي او دفاعي ځواکونو ظرفيتونه د همدې ورځې په تيريدو سره  ښه والي مومي او تاسو په افغانستان کې دامنيت دتامينولو په لاره کې په بشپړ قوت سره دافغانستان ددولت  دارزښتونوملاتړکوي .
دافغانستان داسلامي جمهوريت دملي امنيت سلاکار دافغانستان له امنيتي او دفاعي ځواکونوسره دناتو دسلامشورې  ورکولو او روزنيزو همکاريو په دوام باندې ټينګار وکړ او دهيواد دامنيتي او دفاعي  ځواکونو  دقوت  ، ژمنتوب او دقرباني او دهيواد پالنې داحساس په نسبت يې خپل ډاډ څرګند کړ .
دافغانستان داسلامي جمهوريت دملي امنيت سلاکار وويل چې دهيواد امنيتي او دفاعي ځواکونو دسمبالولو په برخه کې  دناتو دسازمان همکاري به دتروريستانو او ياغيانو پرخلاف  دافغانستان دولت دمبارزې او نتجو داغيزمنتوب  سبب شي .
په دې کتنه کې ددواړو لورو دعلاقې وړ نور مسئلو په  باب خبرې وشوې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته