امنیت

د ملي امنيت د شورا اعلاميه

کابل – باختر د وږې دمياشتې ٢٣
د ډيورند له کرښې دې خوا د پنجابي طالبانو د جګړې د اعلام په ارتباط د افغانستان د ملي امنيت د شورا اعلاميه!
د پاکستان پنجابي طالبانو په څو وروستيو ورځوکې د دويم ځل لپاره اعلام وکړ چې له دې وروسته غواړي په افغانستان کې خپلې جګړې ته دوام ورکړي او په پاکستان کې په سوله ييزې مبارزې لاس پورې کړي.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ملي امنيت د شورا په نظر، د پاکستاني طالبانو د دغه دريځ اعلام د دغې ډلې او د پاکستان د استخباراتي دستګاه په سياست کې کوم نوى چلند نه افاده کوي .
د افغانستان د اسلامي جمهوريت له څو کلونو راپه دې خوا د تروريستي ځواکونو د بريد له خطر سره مخامخ دي چې د پاکستان د اسلامي جمهوريت د استخباراتي دستګاوو له خوا روزل کيږي ، سمباليږي او تمويليږي.
زموږ دهيواد په بېلابېلو سيموکې په وروستيو تروريستي بريدونوکې يو زيات شمېر پاکستاني تروريستان وژل شوي او نيول شوي دي .
د افغانستان د اسلامي جمهوريت په خاوره کې د جګړې د پراختيا په باب د پنجابي طالبانو د وروستى دريځ اعلام په حقيقت کې زموږ د هيواد په کورنيو چاروکې د پاکستان د اسلامي جمهوريت د استخباراتي دستګاوو بربنډې لاسوهنې اعلام او زموږ د بيګناه خلکو د وژنې د سختوالي په مانا ده .
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ملي امنيت شورا د پنجابي طالبانو د دريځ دغه اعلام په زيات دقت سره تعقيبوي او يوځل بيا اعلاموي چې د لاسوهنې او ويجاړتيا د وسيلې په توګه له تروريزم څخه استفاده د هيڅ هيواد په ګټه نه ده. افغانستان او پاکستان کولاى شي له ټولو تروريستانو سره په ګډې او له تفکيک پرته مبارزې سره، زموږ سيمه د دوستۍ، همکارۍ او د اقتصادي سوکالۍ په مرکز بدل کړي.
په دې لاره کې هر راز بې پروايى چې کيداى شي د تروريستانو په وسله وال کولو او سمبالولو سره په افغانستان کې په واکمني غوښتوونکو هدفونو برلاسي شي، په سيمه او پاکستان کې به د بحران د سختوالي سبب شي او هيڅ يو هيواد به له زيان څخه يې خوندي پاتې نه شي.
موږ يوځل بيا په پاکستان کې له تصميم نيوونکو مقاماتو څخه غواړو چې له تروريزم څخه له کار اخستلو څخه د ډډې کولو لپاره د افغانستان بلنې ته عملي او مثبت ځواب ووايي او په دواړو هيوادونوکې دې د ثبات او امنيت د پياوړتيا په لاره کې زياته همکاري وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته