د ملي اردو څلور تنه سرتيري ټپيان شول
کابل باختر دوږي دمياشتې ١ :
د ملي اردو څلورتنه سرتيري نن سهار د کابل ولايت په کلکان ولسوالۍ کې دماين د چاودنې له امله ټپيان شول.
دکابل ولايت دپوليسو يو خبرځاى ددغه خبرپه تائيدولوسره دباخترآژانس خبريال ته وويل : دغه سرتيري هغه وخت ټپيان شول چې دسپرلۍ موټريې دکابل ولايت دکلکان ولسوالۍ په مربوطاتو کې په سړک کې په ښخ کړى شوي ماين وخوت .
دوى په ساحه کې په ګزمې بوخت وو.
تراوسه پورې ددغې پيښې عاملين نه دي پيژندل شوي او پوليسو په دې برخه کې پلټنې پيل کړې دي.