کابلباختر د زمري د مياشتې ٢٢
د افغانستان ملي دفاعي اوامنیتي ځواکونو په تیرو۲۴ساعتونو کې۱۲ ګډ تعرضي او چاڼیزعمليات ،۸۶ځانګړي کوماندویي دندې او ۶ضربتې ګوزارونه د جګړه مارانو او ترهګرو په ځالو او مرکزونو، د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه د هیواد په بېلابېلو سیمو کې په لاره اچولي، د افغانستان هوایي ځواکونو ۲۶الوتنې د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه تر سره کړي چې په پایله کې، ۹۶تنه وسله وال ترهګر وژل شوي ، ۱۵ تنه ټپیان او یو تن نیول شوی دی.
دغه ګډ عملیات چې د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړ ننګرهار، غزني، پکتیا، میدان وردګ،قندهار، ارزګان، زابل، فراه، بادغیس، غور فاریاب، کندز اود هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي په پایله کې د غزني ولایت مرکز اړوند نوغه اولیا، کلانتر اود ښارشاوخوا سیمو کې ۷۲ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او د دښمن ۳ قرارګاوې له منځه وړل شوي، د ننګرهار ولایت د اچین او نازیانو په ولسوالیو کې ۸ تنه داعشیان وژل شوي او ۵ تنه ټپیان، د پکتیا ولایت د زرملې په ولسوالۍ کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي، ۴ تنه ټپيان، یو موټر او یو موټر سایکل له منځه وړل شوي دي او د فراه ولایت مرکز اړوند سیمه کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي دي.
همدا راز د قندهار ولایت د میوند په ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۳ تنه ټپيان، د بادغیس ولایت د مقر په ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او یو تن ټپي، د کندز ولایت د دشت ارچي په ولسوالۍ کې یو تن ترهګر وژل شوی او ۳ تنه ټپیان او د میدان ښار په سیمه کې یو تن ترهګر وژل شوی او یو موټر سایکل له منځه وړل شوی دی. پاى- ع
0 1 دقیقه لوستل