کابل باختر د زمري نهمه :
د ملي اردو ځواکونو پرون په لوګر ولايت کې يو صراف د وسله والو طالبانو له منګولو څخه وژغوره .
د خاصو عملياتو د قول اردو مطبوعاتي مسوول دګرمن عبدالقيوم نورستاني باختر آژانس ته وويل چې د دغې قول اردو منسوبينو حاجي نسيم ددغه ولايت د محمدآغې ولسوالۍ په زرغون ښار کلي کې وژغوره .
دغه صراف څو ورځې مخکې د طالبانو له خوا د خوست _ لوګر د لويې لارې په اوږدوکې تښتول شوى و او طالبانو د ده د آزادولو په بدل کې ۱۵۰ زره امريکايي ډالر غوښتې و .
ختم_ عطاالله _ اکرم