د ملي اردو ځانګړو ځواکونو څلور تنه وسله وال مخالفين ونيول

کابل  باختردسلواغې دمياشتې  ٣ :
د ننګرهار ولايت په مربوطاتوکې دملي دفاع وزارت د ځانګړو عملياتو د فرقې دمنسوبينو دعملياتو په بهيرکې څلور تنه وسله وال مخالفين ونيول شول.
دملي دفاع وزارت  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ: دغه کسان دننګرهار ولايت په شيرزاد ولسوالۍ کې د تروريستي فعاليتونو د ترسره کولو نيت درلود چې د ملي اردو دکوماندو د ځواکونو دځانګړو عملياتو په بهيرکې له وسلو اوچاوديدونکو توکو او يوشمېر پوځي تجهيزاتو سره ونيول شول.
په همدې حال کې دملي دفاع وزارت خبرځايونه وايي: دملي اردو دځانګړې قطعې دعملياتو په بهيرکې دوه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او څلور تنه مشکوک کسان ونيول شول.
دغه کسان دملي دفاع وزارت دځانګړې قطعې د ګډو عملياتو په بهېرکې چې دقندهار په سپين بولدک  او دهلمند ولايت په لښکرګاه او د لوګرولايت په پل علم کې ترسره شول، دوه تنه وسله وال مخالفين  ووژل شول  او څلور تنه مشکوک کسان ونيول شول.
ديوبل خبرله مخې : د قندهارولايت  په پنجوايي ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو
دعملياتو په بهيرکې دولس تنه وسله وال مخالفين ونيول شول او دوه زره
کيلوګرامه نشه يي توکي ترلاسه شول.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته