کابل باختر دثور دمياشتې ٢٨ :
د ملي اردو يو هليکوپټر پرون د تعليمي الوتنې په بهيرکې د کابل ولايت په مربوطاتوکې را ورغورځيد.
د ملي دفاع وزارت يوه خبرځاى تائيدکړه چې دملي اردو دځواکونو يو هليکوپټر د تعليمي الوتنې په بهيرکې دخاکجبار ولسوالۍ په مربوطاتو کې ر اغورځيدلى دى او د دغه هليکوپټر دوه تنه پيلوټان برسيرن ټپيان شوي دي.
دغه خبرځاى په دې پيښه کې هر راز ورانکاره عمل ردوي او وايي: په هغه سيمه کې چې الوتکه غورځيدلې ده؛ امنه فضا وه .
0 د یوې دقیقې څخه لږ